IQNA

د صهیونیسټانود  شوکت  او غرور د له مینځه تلو منتظر یوو

15:22 - April 16, 2024
د خبر لمبر: 3489056
ایکنا – د عمان ستر مفتي  ددې خبرې په کولو سره چې  د صهیونیسټ رژيم په  تیریو د ایران غبرګون او کلک ځواب ستایم ، روښانه کړې ده ، مونږ د صهیونیسټانود شان او شوکت د له مینځه تلو او د دوي له شره د مسلمانانو د ژغورنې په انتظار کې یوو.

ایکنا نیوز د رای الیوم له قوله راپور راکړ، د عمان مفتي  شیخ احمد  الخلیلي  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  په ضد د ایران د اسلامی جمهوریت غچ اخستونکي عملیاتو قدرونه او ستاینه وکړه.

شیخ الخلیلی  په هغې اعلامیې کې چې  په ایکس ټولنیز چینل کې ئې خپره کړې ووئيل، هغه څه چې  په رسندویو کې صهیونیسټ رژيم ته د ایران د اسلامی جمهوریت د  میړني ځواب په باب خپره شوي ، هغه شی دی چې واقعا  انسان خوشالوي ، هیله ده  دغه اقدام ډیره زر نتیجه ورکړي ، مونږ دغه اقدام په بشپړ توګه ستایو  او منتظر یوو څو ووینو څه شی  د صهیونیسټانو او دهغوي د ملاتړو  قدرت سره له مینځه وړي  او مسلمانان  د دوي له شره ژغوري.

 دعمان مفتی د ایران د اقدام  او دې ته ورته دنورو موردونو په ستایلو سره هیله وښودله چې دغه کلک ځواب د صهیونیسټانو او د نورو اشرارو ځواکونو د مخه نیونې سبب شي.

 هغه د خپل پیغام کې پاي کې  پر اسلامی امت هم غږ وکړ، د فلسطین اوغزې د مظلومو خلکو پّه ملاتړ کې دې د چارو واګې په لاس کې واخلي  او په جزئي غبرګونونو دې بسنه نه کوي. او خپلې اصلي دندې دې وپيژني.

د عمان د سلطان میشته سیمې ستر مفتي خبرې په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولګرۍ ودانۍ باندې د اسرائيلو هغې حملې ته د ایران  د اسلامی جمهوریت په غبرګون کې  دي چې د ایران یو شمیر پوځي سلاکارانو چې د سورئې د حکومت په رسمي بلنې سره دغه هیواد ته تللي وو، شهیدان شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4210670   

captcha